په فراه کې د یو سړک د بیا رغونې چارې بشپړې شوې
کابل، د کب ۶ مه، باختر
د فراه ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکز کې د یو سړک د بیا رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د فراه ښاروال مولوي محمد ولي ادریس د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې یاد سړک د ۵۶۰ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور د فراه ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۲۳،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ میاشتو په بهیر په پاخه او اساسي توګه رغول شوی دی.
نوموړي له ټولو خلکو، دریوارانو او ښاري وګړو څخه د یاد سړک په بلوارونو کې د کرل شویو ګلانو د ساتنې غوښتنه هم وکړه.
په ورته وخت کې د فراه د ښاروالۍ رياست د تخنيکي او مسلکي آمر انجينر شاه محمود جلالي د ياد سړک او نورو رغنیزو پروژو د لوړ او بشپړ کيفيت د ډاډ ترڅنګ د ولايت مقام او نورو همکارو ادارو د ټيمونو له لوري له پلې شویو پروژو څخه د دوامدارې څارنې خبر هم ورکړ او ويې ويل چې د ټولو پروژو اړوند توکي لابراتوار شوي دي.
له بلې خوا د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد عبدالحي «سباوون» ویلي چې په ټولو ښارونو کې د اسلامي امارت په راتلو سره د رغنيزې پروژې چارې په چټکۍ سره پيل شوې دي، دا ځکه چې د پخوا په پرتله اوس په ټولو مالي او اداري چارو کې بشپړه روڼتيا رامنځته شوې او اداري فساد له منځه تللی دی.