خبرونهټولنه

په فراه کې د ګلدانونو د اوبو رسونې کار پیل شو

 کابل، د  غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

د فراه ښاروالۍ پرون د دغه ښار د مرکزي سړک د ګلدانونو د اوبو رسولو کار پیل کړ.

د فراه ښاروالۍ د ښاري پراختیا مدیرحمیدالله اسلمي باخترآژانس ته وویل چې د فراه ښار د مرکزي سړک ګلدانونو ته د اوبو رسولو او نل لیکو د سیستم کار د ۳۵۰۰ مترو په اوږدوالي د فراه ښاروالۍ له بودجې څخه ۳ میلیونو ۱۰۰ زرو افغانیو په لګښت د جلب وجذب له ساحې څخه تر  باغ پل پورې پیل شو.

هغه زیاته کړه چې د دغه سړک په تګلوري کې د شنې ساحې د خړوبولو لپاره د اوبو درې څاګانې کیندل شوې دي، ټاکل شوې ده چې د دغو څاګانو د واټرپمپونو برېښنا په سولري ډول تامین شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته