په فراه کې د کتاب لوستلو ۳ ورځنی نندارتون جوړ شو

کابل، د مرغومې ۵مه، باختر
د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د خصوصي کتاب پلورنځیو په مرسته، د کتاب لوستلو د کلتور د ودې او کتاب لوستلو ته د خلکو د هڅونې په موخه د کتاب لوستلو ۳ ورځنی نندارتون جوړ شو.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمد عبدالحی سباوون د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د کتاب لوستلو ۳ ورځني نندارتون ته فراهیانو په ځانګړې توګه ځوانان دلته په لیوالتیا او مینې سره د کتاب لوستلو او اخیستلو لپاره راځي او موږ ډاډه یو، چې د کتاب لوستلو دود مخ پر ښه کېدو روان دی.
د یادونې وړ ده، چې په یاد ولایت کې د لومړي ځل لپاره د کتاب نندارتون جوړ شوی او د سلګونو مينوالو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.