روغتیا

په فراه کې د پوليو د واکسين د تطبيق کمپاين پيل شو

کابل / د وږي ٢٣مه /باختر: په فراه کې په نږدې دوه سوه زرو ماشومانو د پوليو واکسين د تطبيق کمپاين نن پيل شو. د فراه د عامې روغتيا د رياست سرپرست مهتاب الدين نورزي د دغه کمپاين په پيل کې وويل چې د پوليو ناروغي افغانستان اوپاکستان ګواښوي او په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ٤٤پېښې ثبتې شوي دي. هغه زياته کړه چې دغه پروګرام يې د فراه ولايت د بکواه، بالابلوک، خاک سفيد او د ګلستان په ولسواليو کې چې د پوليو د ناروغي لوړ ګواښ لري، تطبيقوي. هغه زياته کړه چې دغه پروګرام درې ورځې دوام کوي او په ترڅ کې به يې له پنځه کلنى څخه ښکته نږدې دوه سوه زره ماشومان واکسين شي. ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته