کابل باختردزمري دمياشتې٢٧نيټه :
اته تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې د هوايي ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه فراه ښارته څېرمه بريد وشو.
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: په دغو وسله والو طالبانو کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، هوايي بريد وشو.
په فراه ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهار د فراه ولايت له ګڼ ميشتوسيمو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل.
وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښخولو مسوول بلل شوي دي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ