امنیت

په فراه کې د وسله والو طالبانو برېدونه کمښت موندلى دى .

کابل/دزمري ٦مه /باختر :
په فراه کې  له پوځيانوسره  د خلکو همکاري ددې سبب  شوي دي چې په دغه ولايت کې  د طالبانو برېدونه  لږ شي .
د فراه  د امنيې قوماندانۍ وياند  محب الله محب پرون  د باخترااژنس خبريال ته وويل  چې د دغه ولايت د مرکز په شاوخوا کې  د پخوا په نسبت  د طالبانو شتون لږ شوى دى او علت يې د وسله والو طالبانو د ځپلو په خاطر  له پوځيانو سره  دخلکو همکاري وبلله.
هغه وويل  چې د ښار په شاوخوا کې  د پوځي پوستوپه جوړولو سره د فراه ښار امنيت تامين دى او خلک په ارامۍ کې ژوندکوي .
ختم _ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته