کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢
په فراه ولايت کې تېره شپه د ملي اردو د کوماندو د ځواکونو په ځانګړوعملياتو کې د نشه يي توکو پنځه فابريکې کشف او ويجاړې شوې.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي:
دځانګړو عملياتو د فرقې منسوبينو تېره شپه د فراه ولايت په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د هيروينو پنځه توليدي کارخانې ويجاړې او له دغوکارخانوڅخه څوارلس کيلوګرامه هيرويين،٨٦٠ کيلوګرامه چرس،٨١٠ کيلوګرامه امونيم کلورايد، دوه کيلوګرامه اپين،٢١٥٠ ليتره مورفين ، د پرس پنځه ماشينونه او د بريښنا درې جنراتورونه ترلاسه شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ