کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
د فراه د کرنې او اوبو لګولو رياست د هندوانو د ګروندګرو ترمنځ د سمون او د دوى د ستونزو د لرې کولو په مقصد په دغه ولايت کې د هندوانو د کروندګرو ټولنه جوړه کړه.
د دغې ټولنې د جوړولو په خاطر دکرنې او اوبو لګولو ، د زراعتي کوپراتيفونو يوشمېر مسوولينو او دغه راز د هندوانو په لسګونو بزګرانو نن د دغې ټولنې د مديره هيئت د غړو د انتخاب په مقصد غونډه وکړه او د دغه هيئت غړي يې وټاکل.
ياده ټولنه د قانوني پړاونو له بشپړولو وروسته کولاى شي خپل فعاليت په رسمي ډول پيل کړي .
د فراه دکرنې او اوبو لګولو رياست يوه مسوول باختراژانس ته وويل، چې د دغې ټولنې په جوړوېدو سره به د هندوانو زياتې ستونزې حل شي .
ختم_ ج _ اکرم