په فراه کې د نشه يي توکو کارخانې له منځه يوړل شوې

نړيوالې خبري منابع باختردتلې دمياشتې٢نيټه :     
په فراه ولايت کې تېره شپه د نشه يي توکو د توليد او بسته بندۍ څلور فابريکې د هوايي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې له منځه يوړل شوې.
د فراه د والي وياند ناصر مهري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د نشه يي توکو دغه  څلور کارخانې د دغه ولايت د بکواه او ګلستان په ولسواليو کې له لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو سره ويجاړې او له منځه يوړل شوې .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته