په فراه کې د نشه يي توکو د توليدولو يوه ستره کارخانه ويجاړه شوه

کابل /د غبرګولې ٥مه /باختر
کوماندويانو د فراه د بکواه په ولسوالۍ کې د طالبانو د نشه يي توکو د پروسس يوه ستره کارخانه ويجاړه کړه .
د ځانګړو عملياتو د قول اردو مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې باختراژانس ته خبرورکړ چې د کوماندويانو دويمې لوا د فراه له نشه يي توکوسره د مبارزې د پوليسو په همکارۍ د فراه د بکواه ولسوالۍ په مربوطاتوکې عمليات ترسره کړل چې په پايله کې د نشه يي توکو د پروسس د توليدولو يوه ستره کارخانه اوپه سلګونوکيلوګرامه نشه يي توکې له منحه يوړل.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغو عملياتوکې د طالبانو يوموټر ، يوموترسايکل او يوه اندازه جنګي وسايل هم ويجاړ شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته