کابل / د لنیدی ۲۴ / باختر
د معلولوافرادو نړیواله ورځ نن په فراه کې ونمانځل شوه.
دغه غونډه چې په همدې مناسبت جوړه شوه د فراه والي تاج محمد جاهد د معلولینود حالت ، د معلولیت د عواملو او د معلولانو د ستونزو د لرې کولو په برخه کې د سیمه ییزحکومت د اقداماتو په اړه خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه چې معلولین د ټولنې عښتلي افراد دي او سیمه ییزحکومت معلولینوته د خدمت رسولواو د دوی د حقوقو د اعاده کولوپه برخه کې به له هیڅ ډول هلې ځلې څخه ډډه ونه کړي.
په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو آمر هم خبرې وکړې معلولین یې د ټولنې غښتلي غړي وباله او ويې ویل چې په ټولنه کې د معلولینومقام ارزښتناک دی.
پای-ع
2 1 دقیقه لوستل