ټولنه

په فراه کې د مخابراتي شبکو بنديدلو خلک اندېښمن کړي دي

کابل باختردوري دمياشتې ٢٧نيټه :
په  فراه ولايت کې  د مخابراتي شبکو  د فعاليتونو بنديدل د دغه و لايت خلکو ته  زياتې ستونزې  رامنځته کړي دي.
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې ؛   له دوو اوونيو را په دې خوا  خصوصي  مخابراتي شبکې په ښه ډول فعاليت نه ترسره کوي.
په داسې حال کې چې په ښارکې دولتي مخابراتي شبکې  فعالې  دي خوله مرکز سره  دکليو او ولسواليو اړيکې  شليدلې دي.
د مخابراتي شبکو د فعاليتونو بنديدل د فراه د ولايتي شورا  د اندېښنې سبب هم شوي دي.
د فراه د ولايتي شورا ريېس  فريدبختور وايي  چې د دغو شبکو د فعاليتونو بنديدل د دولت د وسله والو مخالفينو له  ګواښونو وروسته رامنځته شوي دي.
د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي ؛  چې په فراه ولايت کې د خصوصي مخابراتي شبکو فعاليتونه  د طالبانو د ګواښونوله امله بند شوي دي.
دى وايي چې د محابراتي شرکتونو زيات آنتونونه په ولسواليو کې موقعيت لري  خو موږ هلې ځلې کوو چې دغه ګواښونه  له منځه  يو سو څو مخابراتي شبکې وکولاى شي  خپل فعاليتونه له سره پيل کړي.پاى ج ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته