امنیت

په فراه کې د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول

کابل باختر  دجوزاد مياشتې ٤ :
په فراه ولايت کې په واټ کې دښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له امله دوه تنه ملکي
وګړي شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول.
په فراه و لايت کې د ملي اردو د دويمې لوا ددويم کنډک قوماندان نعمت الله خليل
دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه  پيښه تير ماښام هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو د سپرلۍ يو موټر  دپشت  کوه ولسوالۍ په يوه اړونده سيمه کې په  واټ کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت او د هغه دچاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دپيښې ټپيان د فراه ولايتي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون روغتيايي مسوولينود ټپيانو حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته