په فراه کې د لوړ ټناژ د کنټرول لپاره درې تلې نصب شوې

کابل، د مرغومي ۲۷ مه، باختر
د فراه ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي چې د لوړتناژ د کنټرول او د سړکونو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه درې تلې نصب شوې دي.
د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي محمد ولي ادریس باختر اژانس ته وویل، چې دا تلې د موټرو د زیات وزن د کنټرول او د سړکونو د ساتنې لپاره نصب شوي او هېچا ته به د قانوني وزن څخه زیات وزن د لېږدولو اجازه ور نه کړل شي.
مولوي ادریس زیاته کړې چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د لویو لارو رغونې او بیارغونې ته ډېره پاملرنه شوې.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې د لوړ ټناژ د کنټرول لپاره تلې نصب شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته