په فراه کې د لسګونو پروژو کار بشپړ شو

کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
په فراه کې د روان مالي کال د ۶ مياشتو په بهير کې د لسګونو کرنیزو پروژو کار بشپړ شوى دى.
د فراه د کرنې او اوبولګولو رييس عبدالمنان متين د باختر آژانس سيمه یيز خبريال ته وويل چې په دغو پروژو کې د مميزخونو، د پيازو د زېرمو، د عنابو د بڼونو، د زعفرانو د معياري کروندو او د څارويو د کلينيک جوړول شامل دي او ترڅنګ يې پر بزګرانو د کرنې د اصلاح شويو تخمونو او د ميوو او سبو د وچولو وسايل هم پکې شته چې نړيوال بانک د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې وېشلي دي.
هغه زياته کړه چې د لسګونو نورو پرمختيايي پروژو کار دوام لري چې ډېرژر به بشپر شي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته