په فراه کې د لسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل
فراه باختر دوري دمياشتې ٦ نيټه :
د فراه ولايت په څلورو ولسواليو کې چاڼيز عمليات دوام لري.
د فراه ولايت امنيه قوماندان فضل احمد شيرزاد نن د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ امنيتي او دفاعي ځواکونو د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې ګډ هوايي او ځمکني چاڼيز عمليات ترسره کړي دي .
ده وويل ؛ دغه عمليات دبالابلوک ،انار درې ، پشت کوه او د خاک سفيد په ولسواليو کې په چټکۍ سره دوام لري.
هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو په يوې مهمې قرارګاه هوايي بريد هم شوى چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
سرچينه زياتوي چې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانود شتون په خاطر د طالبانو په سنګرونو بريدونو ته دوام ورکوي.پاى عطاالله ذ