امنیت

په فراه کې د طالبانو په سنګرونو د پوځيانو نوي مرګاني بريدونه

کابل باختر ثور  اوومه 
په فراه ولايت کې  د وسله والو طالبانو په سنګرونو دافغان پوځيانو په نويو هوايي بريدونوکې لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو له تېرې شپې څخه  تر نن سهار پورې  د فراه ښار او د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطات کې بريدونه شوي دي .
  د هېوادپه لويديځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختر اژانس ته وويل  چې، په دغو هوايي بريدونوکې لس تنه ډار اچوونکي  وژل شوي دي .
  ده وويل  چې، طالبان  ديولړ  بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې بريدونه پرې وشول .
د رارسيدلو خبرونو له مخې ، په دې بريدونه کې د طالبانو څو مرکزونه هم له ټولو  جنګي وسايلو سره يې  دړې وړې شوي دي .
د هېواد په لويديځ کې  پوځي مقامات وايي چې  د ډار اچوونکو  د جنګي ځواکمنتيا  دکمولو لپاره به  د دوى په سنګرونو هوايي بريدونو ته دوام ورکړي  .
  ختم_ عطاالله  _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته