امنیت

په فراه کې د طالبانو د جنګي وسایلو دوه زېرمې ویجاړې شوې

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۲مه
د فراه سیمه ییز مسوولين وایي چې پوځیانو پرون په ګډو هوایي او ځمکنيو بریدونوکې، په فراه کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسایلو دوه زېرمې ویجاړې کړې.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب باختر آژانس ته وویل چې په بریدونوکې چې د پشت رود او بالابلوک ولسوالیو په مربوطاتو کې ترسره شول؛ د طالبانو دوه زېرمې ویجاړې او د دې ډلې دوه غړي ونیول شول.
هغه زیاته کړه چې په زېرمو کې جنګي وسایل ساتل کېدل.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته