په فراه کې د دارالعلوم نعمانیه دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
کابل, د کب ۷ مه, باختر
د فراه ولایت په داراباد کلي کې د څه باندې ۱.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د دارالعلوم نعمانيه ديني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دغه مدرسې د بنسټ ډبرې د ایښودلو په مراسمو کې یو شمېر سیمه ییزیو مسوولینو, سپین ږیرو او ځونانو ګډون کړی و.
د یاد ولایت د امر بالمعروف نهی عن المنکر رییس مولوي عبدالمجید صمیم د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې دغه مدرسه د کلي د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د څه باندې ۱.۵ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي او شاوخوا ۵۰۰ تنه طالب العلمان به پکې زده کړې وکړي.
هغه زياته کړه، چې په ياده مدرسه کې د نورو څانګو، اسانتياوو او دارالحفاظ ترڅنګ د ديني او عصري علومو په برخه کې هم د زده کړو زمینه برابرېږي.
ورته مهال د فراه د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد عبدالحي سباوون بيا د دغې مدرسې په جوړېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ په داراباد کلي کې دا لومړنۍ ديني مدرسه وبلله او زياته يې کړه په دې سره به د ياد کلي ماشومانو ته د ديني زده کړو زمينه برابره شي.
بل خوا د داراباد کلي ځايي اوسېدونکي بيا د دغې مدرسې په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې دوی تر دې وړاندې د شاوخوا ۶ ښوونځيو په شتون کې بيا هم ديني مدرسه نه درلوده او دا لومړی ځل دی، چې دلته يوه ديني مدرسه پرانيستل کېږي.