په فراه کې دکوماندو ځواکونو په بريدکې وسله والو طالبانو ته دسر دروندزيان واوښت

_کابل باختر دوري دمياشتې ٨ نيټه :
په فراه  ولايت کې د طالبانو په  مرکزونو دکوماندو ځواکونو  په بريدونو کې  دسر دروند زيان اوښتى دى.
دغه بريدونه تيره شپه ناوخته  دطالبانو په مرکزونو دبالا بلوک په ولسوالۍ کې پيل او تر نن سهار پورې يې دوام  درلود .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه  قوماندان باختراژانس ته وويل  چې  دکوماندو د ځواکونو په دغو بريدونو کې  وسله والو طالباتنو ته دسر دروند  زيان اوښتى دى   خو دقيق شمير يې  معلوم نه دى .
ده په دې جګړه کې  دکوماندو ددريو تنو سرتيرو ټپي کيدل  تائيدکړل  او ويې ويل  چې دټپيانو روغتيايي حالت  ښه بلل شوى دى .
په  همدې حال کې  ويل شوي دي  چې  دکوماندو دځواکونو په دغو بريدونو      کې  چې دبالابلوک په  ولسوالۍ کې  د وسله والو طالبانو په مرکزونو ترسره   شول  دوسله والو طالبانو درې مرکزونه  له ټولو  جنګي وسايلو  سره يې له منځه  وړل شوي دي .
پاى عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته