په فراه کې دکوماندو پنځه تنه سرتيري شهيدان شول
دفراه ښار باختر دوري دمياشتې 9 نيټه :
دکوماندو دځواکونو پنځه تنه سرتيري په فراه و لايت کې دوسله والو طالبانو په ډله ييز بريدکې شهيدان شول.
په دغو پوځيانو په بالابلوک ولسوالۍ کې دعملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانوله خوا په ناڅاپي توګه ډزې وشوې او شهيدان شول.
دهېوادپه لويديځ کې دملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ په دې بريد کې دکوماندو دځواکونو پنځه تنه سرتيري شهيدان شول.
ده په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو د سر زيان په باب يادونه وکړه خو ددقيق شمير په باب يې بې خبري وښوده.
پاى ذکرالله