امنیت

په فراه کې ديوې چاودنه مخه ونيول شوه

کابل / د لړم ١٠مه / باختر : 
د فراه پوليسو په دغه ولايت کې له چاوديدونکو توکو  ډک موټر کشف اوشنډ کړ.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختراژانس خبريال ته وويل ؛ وسله والو طالبانو غوښتل له دغه موټر څخه  په  فراه ښارکې  ډاراچوونکى بريد ترسره کړي  چې هدف ته له رسيدو مخکې د فراه ولايت  دخيراباد کلي د پوليسو له خوا کشف اوله منځه يووړل شو.
محب  زياته کړه  پوليسو ددغې پيښې په اړوند  د دوو ښځو په ګډون څلور تورن کسان نيولي دي .
پاى ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته