په فراه کې درې تنه ونيول شول

کابل باختردکب دمياشتې٢٦ نيټه :
د فراه ولايت دملي امنيت درياست منسوبانو نن درې تنه ديوه دولتي کارکوونکي دتښتونې په تور ونيول .
د فراه ولايت يوه امنيتي خبرځاى دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  دغو دريو تنو غوښتل  چې  د دولت يو کارکوونکى په فراه ښارکې وتښتوي.
سرچينه زياتوي چې له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې  او تحقيقات پيل شوي دي.پاى  ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته