امنیت

په فراه کې ددريو ډاراچوونکو وژل کېدل

فراه /باختر/ دچنګاښ ٣مه :
دفراه مسوولين وايي ؛ په بکوا ولسوالۍ کې  دپوځيانو په هغو عملياتو کې چې تېره شپه ترسره شول درې ډاراچوونکي ووژل شول.
دفراه دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو عملياتو کې چې دبکوا ولسوالۍ په شاګي کلي کې ترسره شول ، ددريو  ډاراچوونکوپه وژل کېدو سربېره  دهغوى يوه زياته اندازه جنګي وسايلو او په بمونو بار دوو  موټرو ته اور واچول شو .
دغه رازپه دغې ولسوالۍ کې دطالبانو دنشه يي توکو دتوليد يوه ستره کارخانه دهغه توغندي دلګېدو له امله چې دپوځيانو له لوري توغول شوى و ، ويجاړه شوې ده.
ديادونې  وړ ده چې دغه کارخانه دوسله والو طالبانو يوه ډيره مهمه مالي سرچينه         ګڼل کېده .
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته