ټولنه

په فراه ولايت کې نهه پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
په  فراه ولايت کې نن نهه ټولګټې  پروژې دکليو د بياجوړولو او پرمختيا رياست
له خوا بشپړى او ګټې اخستنې ته وسپارل  شوې .
دغه  پروژې دفراه ولايت دپشت رود او بالابلوک په ولسواليو کې تطبيق شوي دي .
دفراه ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجنير عبدالروف باختر آژانس ته وويل  په دغو  پروژو کې په  پشت رود ولسوالۍ کې دشپږو بندونو  جوړول او په
بالابلوک ولسوالۍ کې د دوو ټولنيزو مرکزونو جوړول او د يوه جومات ترميمول شامل دي .
ده  زياته کړه ، دغه پروژې دخلکو له خوا پيشنهاد شوې وې او څلور مليونه افغانۍ پکې لګيدلې او دفراه ولايت انکشافي  شورا له خوا عملي شوې دي .
انجينير عبدالروف وويل : له دغو پروژو څخه ددغو دوو ولسواليو څه ناڅه پنځوسو زرو تنو اوسيدونکو ګټه  اخستې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته