کابل باختر د وږي يوولسمه
په فراه ولايت کې سيمه ئيزو مسوولينو دفراه ښار په مربوطاتوکې دشپږو تنو ياغي طالبانو دنيولو خبر ورکړ .
ددوي دڅرګندونو له مخې نيول شويوکسانو په فراه کې دتروريستي او ځانمرګو بريدونو په ترسره کولو کې لاس درلود .
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باختر اژانس ته وويل دغه کسان پرون په فراه ښار پوري اړوند په کرزي کلي کې دپوليسو دځواکونو دعملياتو په بهير کې ونيول شول .
ويل کېږي چې په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې اومهمات هم دپوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
د فراه دوالي ويندوي وويل په فراه ښار کې دافغانستان بانک په نمايندګي او په يوې امنيتي پوستي په بريد کې چې څه موده مخکې وشول يو شمير پوځيان ووژل شول .
1 1 دقیقه لوستل