ښوونه او روزنه

په فراه ولايت کې دوه ښوونځي بيا پرانستل شول

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
په فراه ولايت کې دوه ښوونځي چې ديولړ ستونزو له امله تړل شوي وو پرون بيا پرانستل شول .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دنوبهار دنجونولومړني ښوونځي او دفراه ولايت دمرکز د روکين دنجونو ليسه دفراه ولايت دپوهنې رياست او دپوهنې دملاتړ دشورا په همکارۍ او دعالمانو له خوا بيا پرانستل شول اود زده کوونکو استفادې وړ وګرځيدل .
دپوهنې وزارت د دغو ښوونځيو بيا پرانستل ، دزده کوونکو په روزنه کې  يو مهم ګام بولي  اوله پوهنې سره ملاتړ يې دهيواد دپوهنې په پرمختګ او ترقي کې مهم کاربولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته