په فراه ولايت کې دملي پيوستون دوه څلويښت پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.
کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
په فراه ولايت کې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون دپرګرام دوه څلويښت پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې .
دفراه ولايت دملي پيوستون دپروګرام دمطبوعاتو مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو پروژو کې د پلګوټو ،محافظوي ديوالونو او دځمکو دخړوبولو دکانالونو جوړول چې دفراه ولايت په مرکز او ولسواليو کې تطبيق شوې دي . شامل دي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغو پروژو له آسانتياو څه ناڅه څلور زره يو سلو څلور ديرش کورنيو ګټه واخيسته .
ديادونې وړ ده چې په فراه ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې ترانسپورت په سکتورونو کې ، د اوبو رسولو ،بريښنا معيشت او دکليو دپراختيا په برخو کې ډيرې پروژې تطبيق کړې دي .