په فراه ولايت کې دشهيدانو او ټپيانوکورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې .
کابل باختر د وري څوارلسمه :
په فراه ولايت کې پرون له ٣٧ تنوشهيدانو له کورنيو سره نغدي مرستې وشوې .
دفراه دوالي وياند ناصر مهري دباختراژانس خبريال ته وويل چې د ملي وحدت دحکومت داجراييه رياست دحکم له مخې له ٣٧ تنو شهيدانو کورنيو سره سل سل زره افغانۍ وويشل شوې .
ده وويل دغه راز ددغه حکم له مخې په دغه ولايت کې په نولسو ټپيانو پنځوس، پنځوس زره افغانۍ مرسته شوې ده .
ختم_ عطاالله _ اکرم