روغتیا

په فراه ولايت کې دسل بستريز روغتون دبنسټ ډبره کيښول شوه .

کابل باختر د وري  دريمه :
دفراه ولايت دسل بستريز روغتون دبنسټ ډبره نن دعامې روغتيا دوزيرې ډاکترې ثريا دليل له خوا کيښودل شوه.
دفراه له ښار څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې له همدې امله ددغه ولايت په مقر کې جوړه شوې وه ،
دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريادليل ،  دفراه والي محمد عمر شيرزاد او ددغه ولايت ددولتي ادارو رييسانواو دعامې روغتيامسوولينو ګډون کړى و .
  په پيل کې  دفراه والي محمدعمر شيرزاد دخبرو په ترڅ کې وويل ددغه روغتون په جوړيدو سره په لرې پرتوکليو او باندو کې  دروغتيايي خدمتونو وړاندي کول زياتيږي او له دې پلوه به دخلکوستونزې لرې شي.
وروسته دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل ددغه روغتون دبنسټ د ډبرې دايښودلو له امله دفراه ولايت خلکو ته مبارکي  وويله او هيله يې وکړه چې ددغه روغتون دبنسټ د ډبرې دايښودلو له امله  دفراه ولايت خلکو ته مبارکي وويله او هيله يې وکړه چې ددغه روغتون په جوړيدو سره په دغه ولايت کې  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو کچه لوړه شي او دميندو دمړينې  شمير کمښت ومومي .
وروسته په ولسي جرګه کې دفراه دخلکو استازي محمد سرور عثماني او دفراه دولايتي شورا رييس دخبرو په ترڅ کې د روغتون دجوړيدو له امله ددغه ولايت خلکو ته مبارکي وويله او داکار يې يو ستر او اساسي  ګام وباله.
دفراه ولايت دعامې روغتيا رييس عبدالجبار سايق دباختراژانس خبريال ته وويل دغه روغتون به سل بسترې ولري  او دنږډې  درې سوه نهو مليونو افغانيو په لګښت د جوړولو کار يې دګلوبل ګروپ  له ساختماني شرکت  سره قرارداد شوى دى چې په دريو کلونوکې به بشپړ شي.
ده زياته کړه دغه روغتون دپنځوس جريبه ځمکې په ساحه کې جوړيږي چې داتلس جريبه ځمکې  په ساحه کې يې تاسيسات  جوړيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته