قلعه نو/ د زمري۱۱/ باختر
د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ نن وویل چې د بادغیس او فراه په ولایتونو کې زرګونو کورنیو مرسته تر لاسه کړه .
په هغې اعلامیه کې چې دغې کمېشنرۍ خپره کړې ده راغلي دي چې دغه کورنۍ د جګړو او نا امنیو له امله خپل کورونه پرې ایښي او د دغه ولایت مرکز کې ځای پر ځای شوي دي .
په اعلامیه کې راغلي دي چې د مهاجرانو په چارو کې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کمېشنرۍ مرستې به په نورو ولایتونو کې هم دوام ومومي .
شکریه
0 د یوې دقیقې څخه لږ