په فرانسه کې د نقاب د بندیز په اړه د افغانستان د لومړۍ مېرمنې، بي بي ګل، وروستۍ څرګندونې د مرکې له متن سره په ټکر کې خپرې شوې دي

کابل باختر  د لړم ١١ مه
د فرانس پرس خبري آژانس په انګريزي ژبه " په فرانسه کې د نقاب له منع څخه د افغانستان لومړۍ مېرمن په داسې حال کې ستاینه کوي چې نوموړې په خپل هېواد کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع کمپاین پیل کړی دی" ترسرليک لاندې مقاله خپره کړې ده.
په دې مقاله کې په فرانسه کې د نقاب د منع په اړه، د افغانستان د لومړۍ مېرمنې څرګندونې د مرکې له اصلي متن سره، چې په فرانسوي ژبه ترسره شوې ده، په بشپړ ټکر کې خپرې شوې دي.
لومړۍ مېرمن، بي بي ګل وايي: زه د افغانستان د اساسي قانون د احکامو او مفاهیمو سره په مطابقت کې د دغه هېواد د مېرمنو د ټولو حقونو ملاتړ کوم او د دغو حقونو د لاسته راوړلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړم.
په دې مرکه کې چې په فرانسوي ژبه ترسره شوې ده، د لومړۍ مېرمنې اصلي هدف دا دی، کله چې نوموړې ۴۰ کاله مخکې په فرانسه کې زده کړې کولې، ګڼ شمېر ښځو ټيکري په سر کول او هېچا ورسره ستونزه نه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته