نړۍ

په فرانسه کې دسعودي عربستان دشهزاده ددوه سوه پنځوس زره يورو غلاکيدل

پاريس  باختر د زمري اووه ويشتمه :
  وسله والو کسانو دپاريس  په ښارکې  دسعودي عربستان ديو شهزاده په ليږدونکي وسيلې  بريد وکړ او له هغه څخه يې دوه سوه پنځوس زره  يورو غلاکړې
باختراژانس  دپاکستان دتريبيون خبري سايټ   له خولې  خبر راکړ. غلو په دغو پيسو برسيره  حساس سندونه هم له ځان سره يوړل .
دغه بريد  دپاريس  ښار په شمال کې هغه وخت ترسره شوه چې دغه شهزاده دسعودي عربستان له سفارت  څخه هوايي ډګر ته روان و په دغه بريد کې څوک نه دي زيانمن شوي خو د شهزاده  موټر له بريد وروسته اور واخيست .
  تراوسه ددغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته