خبرونهاقتصادټولنهTOP

په فاریاب کې د مالګې کان د استخراج چارې پیل شوې

کابل د زمري ۱۴ مه، باختر

د فارياب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د مالګې کان چې په افغانستان کې يو له سترو کانونو څخه شمېرل کېږي، د استخراج چارې یې پيل شوې دي. 

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه کان چې ۱۴ کیلو متره مربع مساحت لري د ۲۴ میلیونه ډالرو په لګښت یې د استخراج چارې پيل شوې دي.

د ځايي مسوولینو په وینا، یاد کان د هېواد په کچه ستر اقتصادي ارزښت لري او سلګونوهېوادوالو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

هېره دې نه وي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د کانونو د غیر قانوني کیندلو مخه نیول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته