امنیت

په فاریاب کې د طالبانو د جنګي وسایلو یوه زیرمه له منځه یوړل شوه

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۲مه
د ملي دفاع وزارت وایي چې افغان ځواکونو په فاریاب کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسایلو یوه ستره زیرمه ویجاړه کړې ده.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره لیکلي دي: د فاریاب د پشتونکوټ ولسوالۍ په کټه قلعه سیمه کې د تروريستو طالبانو له ماتې او تیښتې وروسته، د دې ډلې د جنګي وسایلو یوه زیرمه ویجاړه شوه.
په زیرمه کې سپکې او درندې وسلې، چاودیدونکي توکي او ماینونه ساتل کېدل چی په عملیاتوکې شاملو ځواکونوله منځه یوړل.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته