امنیت

په فارياب کې په يوه هوايي بريد کې طالبانو ته دسر د روند زيان

 کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣ :
په  فارياب ولايت کې  د هوايي بريد له  امله  ١٧ تنه  وسله وال طالبان   ووژل شول اوڅه ناڅه ٩ تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې دافغانستان هوايي ځواکونو دګرزيوان ولسوالۍ د بند سموت په کلي کې  د طالبانو په يوې غونډې بريد وکړ.
په فارياب ولايت کې د ملي اردو يو قوماندان د  باخترآژانس  خبريال ته  وويل  چې په دې هوايي بريد کې ددغې ډلې د دوو قوماندانانو په ګډون  ١٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او ٩ تنه نور ټپيان شول.
ده وويل طالبان د يولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و چې  ورباندې بريد وشو.
ويل کيږي چې  په دې هوايي بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته  زيان نه دى اوښتى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته