په فارياب کې په نويو نښتو کې طالبانو ته د سر دروند زيان
کابل باختر د وري دمياشتې ٦ :
په فارياب ولايت کې په نويو جګړو کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت.
دغه جګړې په تيرو ٢٤ ساعتو کې ددغه ولايت په ځينو سيمو کې رامنځته شوي دي.
دغه جګړې پرون ناوخته په قيصار ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوې چې يوې ډلې موټر سايکل سپرو وسله والو طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
په فارياب ولايت کې دپوليسو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ په دې جګړو کې ددغې ډلې ديوه قوماندان په ګډون اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ويل کيږي په دغو جګړو کې سرتيرو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوه بله پيښه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه جګړې نن له غرمې مخکې دالمار ولسوالۍ بازار ته څيرمه رامنځته شوي دي.
جګړې له هغه وروسته پيل شوې چې پوځيانو په مسافر وړونکوموټر دطالبانو دبريد مخه ونيوله .
په فارياب کې دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وايي چې په دې جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
له بلې خوا ويل کيږي چې پوځيانو په فارياب ولايت کې دڅه ناڅه څلورو چاودنو مخه نيولې ده.
د رارسيدلو خبرونوله مخې : پوځيانو له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې دسيمې د خلکو په همکارۍ نن ددغه ولايت په لويو لارو کې دڅلوروماينونو دکشفولو بريالي شوي دي.
په فارياب ولايت کې دملي اردو يوقوماندان وايي چې طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته يولړ خونړۍ پيښې رامنځته کړي چې په دې کار بريالي نه شول.