کابل – باختر دکب دمياشتې ١٦
په فارياب ولايت کې د نويو نښتو له امله وسله والو طالبانو ته درانده زيانونه اوښتي دي.
دغه جګړې د وروستيو ورځو په بهيرکې د دغه ولايت په بېلابېلو سيموکې نښتې دي .
لومړۍ جګړه پرون مازيګر په قيصار ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې د وسله والو طالبانو يوې ډلې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
په فارياب ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې ٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په فارياب ولايت کې په بله پيښه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
جګړه نن سهار په آلمار ولسوالۍ کې د پوځيانو په ګزمې د طالبانو له بريد وروسته ونښته.
په فارياب ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان وايي چې په دې جګړه کې د دغې ډلې د يوه قوماندان په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: په دې پيښه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
له بلې خوا ويل کيږي چې پوځيانو په فارياب ولايت کې د څه ناڅه څلورو چاودنو مخه نيولې ده .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: امنيتي ځواکونو نن سهار د دغه ولايت په لويو لارو کې د دريو ماينونو په کشفولو بريالي شوي دي.
په فارياب ولايت کې د ملي اردو يو قوماندان وايي چې وسله والو طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته يو لړ خونړۍ پيښې رامنځته کړي؛ خو بريالي نه شول.
0 1 دقیقه لوستل