امنیت

په فارياب کې پنځلسو تنو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د تلي ديرشمه :
په فارياب ولايت کې دنويونښتو په بهير کې  پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.
دغه جګړې پرون ناوخته ددولت اباد او داندخوي دولسواليو ترمنځ لاره کې  هغه وخت ونښتي چې دملي اردو ځواکونو وغوښتل چې دملي پوليسو دځواکونو دسپرلۍ  کاروان ديرغلګرو له بريد څخه وژغوري .
په فارياب ولايت کې دملي اردو دميشتو ځواکونو وياند محمد رضا رضايي باختراژانس ته وويل چې په دغو  نښتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول اولس تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل يرغلګرو  دپوليسو د سپرلۍ په کاروان چې له شبرغان  ښار څخه دميمنې  ښار ته روان و بريد وکړ اودملي اردو پوځيانو هم په طالبانو په ډزو سره دپوليسو دغه ځواکونه وژغورل  .
ويل کيږي چې  په دغو نښتو کې پوځيانو او ملکي وګړو ته دسر زيان نه دى اوښتى .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته