کابل / باختر/ د چنګاښ٣٠ مه
په فارياب کې نن د ماين په چاودنه کې يو اته کلن ماشوم ووژل شو او درې نور ماشومان ټپيان شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پېښه د بلچراغ ولسوالۍ په تخت بلوچ کلي کې د طالبانو د ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوه چې يو اته کلن ماشوم يې وواژه او درې نور ماشومان يې ټپيان کړل. قربانيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
د فارياب د ولايتي روغتون يوه مسوول د يوه ټپي ماشوم روغتيايي حالت خراب بللى دى.
ختم- سعيده- اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ