په فارياب کې يوولس کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول
ميمنه باختردکب دمياشتې٢٦ نيټه :
د فارياب ولايت د شيرين تګاب په ولسوالۍ کې يوولس کلې د وسله والو طالبانوله شتون څخه پاک شول.
په هغو عملياتو کې چې د شيرين تګاب په ولسوالۍ کې ترسره شول څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٢ تنه نور سخت ټپيان شول.
د فارياب ولايت امنيه قوماندان دلاور شاه دلاور باخترآژانس ته وويل چې ؛ دښمن ته د سر دغه زيان دکوماندو ، د پوليسو دخاصو قطعاتو ، هوايي قوتونو او د وګړني پاڅون د ځواکونو د نويد دګډو عملياتو د دريم پړاو په بهيرکې چې د لومړۍ لمبر لويې لارې دبيا پرانستلو په خاطر ترسره شول ، اوښتى دى.
يوه اړونده خبرځاى وويل ؛ په دغو عملياتو کې د طالبانو يوه اندا زه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي او د دښمن دوه قرارګاوې او درې پوستې هم ويجاړې شوي دي. پاى ذکرالله