امنیت

په فارياب کې يوه ښځه ووژل شوه .

کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
ناپيژاندو وسله والو کسانو  پرون  په فارياب ولايت کې يوه ښځه ووژله .
  د فارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول  عبدالکريم يورش  باختراژانس ته وويل  دغه ميرمن  په ميمنې ښار کې په خپل کور کې  د تومانچې په ډزو سره  وژل شوې ده  او  قاتلين  له ساحې څخه  تښتيدلي دي .
  ويل کېږي  چې دغه ښځه  د فارياب ولايت  د ازادۍ مطبعې  د مدير ميرمن وه .
خبرځاى زياته کړه  د دغې وژنې انګيزه تر اوسه پورې  روښانه نه ده خو پوليسو  په دې باب  څېړنې پيل کړي دي .
په فارياب ولايت کې  د بشر د حقوقو  د خپلواک کميسيون د ولايتي دفتر استازي سيد حفيظ الله فطرت  د دغې وژنې له امله   د انديښنې په څرګندولو سره وويل  چې له تېرکال څخه تراوسه پورې  د ښځو د ځان وژنې لس پيښې  په دغه ولايت کې ثبتې شوي دي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته