په فارياب کې يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي .
کابل/ باختر/ دغبرګولي دمياشتې١٦نيټۀ :
د ولسي تړون د ملي پروګرام له خوا په فارياب ولايت کې دڅه دپاسه پنځه مليونو افغانيو په لګښت ديوه ښوونځي ودانۍ جوړېږي .
دکليو دبيا رغاونې اوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې باختراژانس ته وويل ؛ ددغه ښوونځي د ودانۍ دجوړولو کارد فارياب ولايت په مربوطاتو کې دولسي تړون دملي پروګرام له بودجې څخه دپنځه مليونو څلورسوه زره افغانيو په لګښت تطبيقېږي .
دغه ودانۍ د دوه زره متره مربع ځمکې په مساحت کې جوړېږي چې پکې اته درسي او اداري خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي . ددغه ښوونځي د ودانۍ په جوړيدو سره څه ناڅه څلورسوه زده کوونکو ته د ښې زده کړې زمينه به برابريږي .
پاى ذکرالله