امنیت

په فارياب کې يوشمير امنيتي مسوولين دطالبانو له خوا اسيران شول .

کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
دفارياب ولايت  دغورماچ  ولسوالۍ  امنيه قوماندان پرون  له څلويښتو تنو سرتيرو سره يې  دطالبانو له خوا اسيران شول .
عبدالمجيد ګليم باف تر خپل امر لاندې  کسانو سره  په داسې حال کې دطالبانو له خوا اسير شو  چې مهمات يې  خلاص شوې و ،  او نور  مهمات يې نه لرل  چې له طالبانو سره وجنګيږي .
  دفارياب  دولايتي شورا رييس  عبدالباقي هاشمي  باختراژانس ته وويل  موږ په وار وار  له نظامي مقاماتو څخه وغوښتل  چې له سرتيرو سره  دمهماتو مرسته وکړي   او هغوى  له اسارت څخه  وژغوري .  خو داکار ونه شو تر دې چې دغه سرتيري  دطالبانو په کلابندي کې  بند پاتې شول .
  دعيني شاهدانو دڅرګندونوله مخې، څو تنه نيول شوي  سرتيري  دطالبانو له خوا  په ډزو سره  وژل شوي دي  خو امنيتي  مسوولينو  دغه  پيښه  نه ده تاييد کړى .
  داپه داسې حال کې ده چې په ولسي جرګه کې دفارياب دخلکو  استازي  ډاکتر فايق  د عبدالمجيد  دګليم باف په ګډون دپنځوسو تنو سرتيرو اسارت  تاييد کړى دى  خو ويلي يې دي  چې ددوى دوژل کيدو په باب  خبر نه دى ترلاسه شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته