امنیت

په فارياب کې نهو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د غبرګولي  څلورمه :

په فارياب ولايت کې تيره شپه  دوه تنه وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .

دفارياب ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالنبي  الهام دباختراژانس خبريال ته وويل يوې ډلې وسله والو طالبانو ددولت اباد  ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې دامنيتي ځواکونو دمقاومت له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .

يوه اړونده خبرځاى وويل نور طالبان له ساحې څخه تښتيدلي دي او دنښتو په بهير کې  امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او اوس په ساحه کې حالت عادي بڼه غوره کړې  ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته