امنیت

په فارياب کې له سيلاوځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل – باختر د وري دمياشتې ٨
په فارياب ولايت کې پرون د وروستيو سيلاوونو د قربانيانو له کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
د فارياب والي او د دغه ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې د کميټې رييس سيد انور سادات د باختر آژانس خبريال ته وويل: تېرکال د سيلاوونو د راوتلو له امله شپم تنه په غورماچ ولسوالۍ او شپږ تنه نور د بلچراغ په ولسوالۍ کې ووژل شول او دغه راز د غورماچ ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى د ځمکې ښويدنې له امله مړ شوى و.
سادات زياته کړه: د دغو قربانيانو له هرې کورنۍ سره پنځوس زره افغانې په پام کې نيولې شوې وې چې په هغوى وويشلې شوې.
دفارياب والي زياته کړه: دغه مرستې شپږ سوه پنځوس زره افغانې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته