ټولنه

په فارياب کې له راستنيدونکو سره مرسته وشوه

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٦ نيټه :
په فارياب  ولايت کې  له څه دپاسه  سلو تنو راستيندونکوسره مرسته وشوه.
دفارياب ولايت دمهاجرينو د چارو د ادارې  رييس وويل  چې؛   له ١١٩ تنو تنکيو ځوانانو سره چې د ايران  او پاکستان له  هېوادونو څخه بېرته  هېواد ته ستانه شوي دي  نغدي اوغيرنغدي مرستې وشوې .
خبرځاى زياته کړه ؛په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته ته شپږ تختي شړۍ او اته زره افغانۍ  نغدي پيسې د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياست له خوا وويشل شوې.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې  دغه کسان د فارياب ولايت  دکوهستان ، بلچراغ ، المار ، قيصاراو غورماچ له ولسواليو څخه دي  . پاى  شکريه  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته