کابل – باختر د کب دمياشتې ١٤
په فارياب ولايت کې د نښتو له امله وسله والو طالبانو ته د دروند زيان اوښتى دى.
لومړۍ جګړه پرون مازيګر په المار ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د پوځيانو په کاروان بريد وکړ.
په فارياب ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
په فارياب ولايت کې په يو بله پيښه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نوريې ټپيان شول.
دغه جګړه نن سهار په غورماچ ولسوالۍ کې د طالبانو په ډلې د پوځيانو له بريد وروسته ونښته.
په فارياب ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وايي چې په دې نښته کې د دغې ډلې د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نوريې ټپيان شول.
ده وويل: په دې پيښه کې يو پوځي ټپي شوى دى. له بلې خوا ويل شوي دي چې په فارياب ولايت کې پوځيانو د څه ناڅه دريو چاودنو مخه نيولې ده.
د را رسيدلو خبرونو له مخې:
پوځيان د خلکو په همکارۍ نن غرمه د دغه ولايت په لويو لاروکې د دريوماينونو په کشفوفو بريالي شوي دي.
په فارياب ولايت کې د ملي اردو يو قوماندان وايي چې وسله والو طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره يو لړ خونړۍ پيښې ملکي وګړو ته رامنځته کړي، خو بريالي نه شول.
0 1 دقیقه لوستل