کابل/د لیندۍ١٢مه/ باختر
اووه وسله وال طالبان پرون مازيګر په فارياب کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل چې جګړه د فارياب د بلچراغ ولسوالۍ په مربوطاتوکې پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو له بريد وروسته ونښته چې د پوځيانو د مقاومت په پايله کې ٧ وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: په جګړه کې ٤ نور وسله وال طالبان سخت ټپيان شول او د هغوى څو جنګي وسايل د پوځيانو لاس ته ورغلل.
ويل کېږي په جګړه کې د پوليسو دوه سرتېري برسېرن ټپيان شوي دي.
ختم- ج – اکرم
4 د یوې دقیقې څخه لږ