په فارياب کې شپږ سيمه ئيز پوليسان شهيدان شول .

کابل باختر د تلي  درې ويشتمه :
په فارياب ولايت کې تيره شپه سړک کې  دښخ کړي شوي ماين دچاودنې له امله  شپږ سيمه ئيز پوليسان  شهيدان شول .
دفارياب ولايت  دمطبوعاتي دفتر وياندجاويد بيدار  دباختراژانس  خبريال ته وويل دسيمه ئيزو پوليسو دسپرلۍ  موټر دفارياب ولايت  دګرزيوان ولسوالۍ په مربوطاتو کې په سړک کې په ښخ کړي  شوي ماين  وخوت چې له امله يې شپږ سيمه ئيز پوليس  شهيدان شول
دخبرځاى  دڅرګندونو له مخې دهغوى دسپرلۍ  موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى او دپيښې  په اړوند څوک نه دي نيول شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته